کونړ کې نږدې ۲۰۰۰ زیانمنو بزګرو ته د کرنیزو سرو وېش بشپړ شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۴۵
کونړ کې نږدې ۲۰۰۰ زیانمنو بزګرو ته د کرنیزو سرو وېش بشپړ شو

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان د کلیو د بیاودانولو مؤسسې «آرآراې‌اې» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د مالي ملاتړ په مټ، د «په افغانستان کې پر مالدارانو او کوچنیو بزګرانو د کوویډ-۱۹ او وچکالۍ د اغېزو کمول او د زیانمنو او د خوړو له ناامنۍ سره مخ کورنیو د کرنیز معیشت د پیاوړتیا» پروژې له لارې د کونړ ولایت په پنځو ولسوالیو کې د کرنیزو سرو د وېش پروسه په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
دغه پروګرام د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، خاص کونړ، ‌پېچ درې او شېګل ولسوالیو کې پلي شو، چې له مخې یې شاوخوا ۲۰۰۰ هغو زیانمنو او اقتصادي پلوه کمزورو کورنیو ته، چې د وچکالۍ، کوویډ-۱۹ او نورو طبیعي پېښو له امله یې کرنیز معیشت اغېزمن شوی و، کرنیزې سرې ووېشل شوې.
د پروژې له مخې هر مستفید ته ۲۵ کیلوګرامه یوریا، ۲۵ کیلوګرامه «ډي‌اې‌پي» او ۱۵۰ کیلوګرامه کمپوسټ ورکړل شول، څو د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د خاورې د حاصلخېزۍ د ښه والي او د بزګرانو د معیشت د پیاوړتیا زمینه برابره شي. په دې لړۍ کې ښځینه مستفیدینو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده، ترڅو د هغوی د کرنیزو فعالیتونو ملاتړ او اقتصادي ونډه لا پیاوړې شي.
د کرنیزو توکو د وېش بهیر د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په بشپړې همکارۍ او مستقیمې څارنې ترسره شو. د وېش د پرانیستې په مراسمو کې د یاد ریاست رئیس او ورسره مل پلاوي ګډون وکړ او د پروژې د شفاف تطبیق، د کرنیزو خدمتونو د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
مستفیدینو د افغانستان د کلیو د بیاودانولو مؤسسې «آرآراې‌اې» او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» مرستو او دوامدار ملاتړ څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکو پروګرامونو کې هم ورته کرنیزې او تخنیکي مرستې دوام ومومي.
د پروژې مسؤلینو هم ډاډ ورکړ، چې د امکاناتو او سرچینو له برابرېدو سره به د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ، د کرنیز تولید د زیاتوالي او د کلیوالو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا لپاره ورته پروګرامونه دوام ومومي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نړۍوالو همکارو بنسټونو په همغږۍ هڅه کوي، څو د اقلیمي بدلون، وچکالۍ او طبیعي افتونو له امله زیانمنو بزګرانو او مالدارانو ته لازمې کرنیزې مرستې ورسوي. د اصلاح شویو کرنیزو توکو، کیمیاوي او عضوي سرو وېش، تخنیکي روزنې او د معیشتي پروژو پلي کول د هغو پروګرامونو له ډلې دي، چې موخه یې د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی، د خوړو خوندیتوب، د کلیوالو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او د هېواد د کرنیز سکتور دوامداره پراختیا ده.

روند توزیع کودهای زراعتی برای نزدیک به دو هزار دهقان آسیب‌پذیر در کنر تکمیل شد
۲۹ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کنر، با همکاری تخنیکی مؤسسه بازسازی دهات افغانستان (RRAA) و حمایت مالی سازمان خواربار و زراعت ملل متحد (FAO)، روند توزیع کودهای زراعتی را در چارچوب پروژه «کاهش تأثیرات کووید-۱۹ و خشک‌سالی بر مالداران و دهقانان خُرد افغانستان و تقویت معیشت زراعتی خانواده‌های آسیب‌پذیر و مواجه با ناامنی غذایی» در پنج ولسوالی این ولایت با موفقیت تکمیل کرد.
این برنامه در ولسوالی‌های نورگل، چوکی، خاص کنر، پیچ‌دره و شیگل تطبیق شد و بر اساس آن، برای نزدیک به دو هزار خانواده آسیب‌پذیر و از نظر اقتصادی کم‌درآمد که در اثر خشک‌سالی، کووید-۱۹ و سایر حوادث طبیعی معیشت زراعتی‌شان آسیب دیده بود، کودهای زراعتی توزیع شد.
بر بنیاد این پروژه، برای هر مستفید ۲۵ کیلوگرام کود یوریا، ۲۵ کیلوگرام کود «دی‌ای‌پی» و ۱۵۰ کیلوگرام کمپوست توزیع شد تا زمینه افزایش حاصلات زراعتی، بهبود حاصل‌خیزی خاک و تقویت معیشت دهقانان فراهم شود. در این برنامه به زنان مستفید نیز توجه ویژه شده است تا از فعالیت‌های زراعتی آنان حمایت و نقش اقتصادی‌شان تقویت شود.
روند توزیع این کمک‌ها با همکاری کامل و نظارت مستقیم ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کنر انجام شد. در مراسم افتتاح این برنامه، رئیس این ریاست و هیئت همراه وی حضور داشتند و بر تطبیق شفاف پروژه، گسترش خدمات زراعتی و حمایت از دهقانان تأکید کردند.
مستفیدان از کمک‌ها و حمایت‌های دوامدار مؤسسه بازسازی دهات افغانستان (RRAA) و سازمان خواربار و زراعت ملل متحد (FAO) قدردانی کرده و ابراز امیدواری کردند که این‌گونه کمک‌های زراعتی و تخنیکی در برنامه‌های آینده نیز ادامه یابد.
مسئولان پروژه نیز اطمینان دادند که با فراهم شدن امکانات و منابع، برنامه‌های مشابه برای حمایت از دهقانان و مالداران، افزایش تولیدات زراعتی و تقویت معیشت خانواده‌های روستایی ادامه خواهد یافت.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در هماهنگی با نهادهای همکار بین‌المللی تلاش می‌کند تا کمک‌های لازم زراعتی را به دهقانان و مالدارانی که از اثرات تغییرات اقلیمی، خشک‌سالی و حوادث طبیعی آسیب دیده‌اند، فراهم سازد. توزیع کودهای کیمیاوی و عضوی، سایر نهاده‌های اصلاح‌شده زراعتی، آموزش‌های تخنیکی و تطبیق پروژه‌های معیشتی از جمله برنامه‌هایی است که با هدف افزایش تولیدات زراعتی، تأمین مصونیت غذایی، تقویت اقتصاد خانواده‌های روستایی و توسعه پایدار سکتور زراعت کشور اجرا می‌شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۵
Background image

د لغمان په الیشنګ ولسوالی کې د ځنګلونو د حاصلاتو د لس سلنه محصول د ورکړې په موخه د عامه پوهاوي ناستې ترسره شوې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي زېرمو آمر، مولوي ګل رسول زبیر، په مشرۍ یو پلاوي، چې د چهارمغزو، جلغوزیو او بیرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي هلمند ته د سفر پر مهال د لښکرګاه د تفصیلي پلانونو د تطبیق او د ځمکو د مدیریت چارې وارزولې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبیق په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی د هلمند ولایت ته سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د تورخم په قرنطین کې ۵۰۴ کیلوګرامه قاچاقي «ام» مېوه ضبط او له منځه یوړل شوه

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تورخم قرنطین مدیریت کارکوونکو د خپلو قانوني او قرنطیني دندو د ترسره کولو په. . .

بازگشت