کونړ کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۶:۱۱
کمپین نهال‌شانی در کنر آغاز شد

۲۱ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت والي او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په ګډون د څو نیالګیو په اېښودو سره په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل کړ.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به د کرنې وزارت له قوریو څخه۸۶ زره نیالګي ولګول شي.
حشمت الله غفوري د کونړ له ولسونو غوښتل، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د نیالګیو ساتنې او پالنې ته پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د کونړ والي محمداقبال سعید وویل، چې د ۱۴۰۰ ام کال د نیالګیو اېښودو په کمپاین کې د خصوصي سکټور او کرنې ریاست په همکارۍ به ۱.۸ میلیونه ډول ډول مثمر، غیرمثمر، زینتي او ځنګلي نیالګي کېنول شي، چې ۸۶ زره یې د کرنې ریاست له لورې کېنول کېږي.
ښاغلی سعید یاد نیالګي د چاپېریال د زرغونتیا او د موسمي بدلونو په ګټه وبلل او د کونړ له خلکو څخه یې غوښتنه دا وه، چې یو یو نیالګۍ د سیمې د ښیرازې لپاره کېنوي.
کونړ کې د نیالګیو اېښودو کمپاین د سلواغې له میاشت څخه پیل او د وري تر میاشتې دوام کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت