کور دننه مېرمنو ته د کار زمینې پیداکولو په پارهڅې؛ نورستان کې ۱۳۲ مېرمنو سره مرستې وشوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۵۴
کور دننه مېرمنو ته د کار زمینې پیداکولو په پارهڅې؛ نورستان کې ۱۳۲ مېرمنو سره مرستې وشوې

د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي او د «ان،سي،آر،او» موسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په څلورو ولسوالیو «پارون، واما، وایګل او کامدېش» کې مېرمنو ته په کور دننه دکار زمینې برابرولو او د دوی د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پا پر ۱۳۲ مېرمنو سوی او د سویانو د روزنې په پار اړونده توکي، چې په کې د سویانو خوراکي توکي، د اوبو څښلو او خوراک لوښې شامل دي وېشل شوي دي.
د نورستان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره یاد وېشل شوي سویان نوی نسل دي، چې نیوزیلانډ هېواد پورې اړه لري او د کال ۴۰ تر ۴۸ پورې بچي زېږوي او تر پنځه کیلوګرامه او یا زیات وزن اخلي.
ددې مرستې موخه مېرمنو ته په کوردننه د کارزمینه برابرول، د سیمې اوسیدونکو د خوړو خوندیتوب او د یادو کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت