کندهار کې نږدې ۸۰۰ قاچاقي پسونه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۴۲
د کندهار ولایت په سپین بولدک او ریګستان ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ ریاست، امنیه قومندانۍ او سیمه‌ییزو مسؤلینو په همغږۍ، د ۷۹۰ قاچاقي پسونو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه.

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت په سپین بولدک او ریګستان ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ ریاست، امنیه قومندانۍ او سیمه‌ییزو مسؤلینو په همغږۍ، د ۷۹۰ قاچاقي پسونو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د سپین بولدک او ریګستان ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو، د امنیه قومندانۍ د ویښو او بیداره مجاهدینو په همکارۍ، په یاده سیمه کې د څارویو د قاچاق پر ضد عملیات ترسره کړل، چې له مخې یې ۷۹۰ قاچاقي پسونه ونیول شوه.
د راپورونو له مخې، قاچاق کوونکو هڅه کوله، چې ۴۰۰ پسونه د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې او ۳۹۰ پسونه د ریګستان ولسوالۍ د ریګ ایګریزي سیمې له لارې په ناقانونه ډول پاکستان ته انتقال کړي، خو د مسؤلو ادارو په وخت اقدام سره د قاچاق مخه ونیول شوه. په تړاو یې یو شمېر کسان نیول شوي او د قانوني څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست وایي، د لوی اختر د نږدې کېدو له امله، په سرحدي ولسوالیو کې د څارویو د قاچاق هڅې ډېرې شوي دي. د همدې موخې لپاره، د کرنې ریاست او امنیه قومندانۍ له لوري ګرځنده څارنې او وقایوي کمپاینونه پیل شوي، ترڅو د څارویو د قاچاق مخه ونیول شي.
یاد ریاست زیاتوي چې یوازې د تېرې یوې میاشتې په موده کې د زرګونو څارویو د قاچاق مخه نیول شوې او د قاچاق کوونکو پر وړاندې جدي چلند کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت