کندهار کې لبني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه د شېدو ټولولو مرکزونه جوړ شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۳:۴۷
کندهار کې لبني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه د شېدو ټولولو مرکزونه جوړ شول

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شېدو ټولولو مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
 د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې د شېدو ټولولو یاد مرکزونه د کندهار ولایت د ډنډ، پنجوایي او سپین بولدک ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
ښاغلی فضلي وویل، چې د یادو مرکزونو جوړولو موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، حیواني محصولاتو ته بازار موندنه، کاري فرصتونو برابرولو او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.
دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټه د شېدو راټولولو مرکزونو سربېره د مالدارۍ سکتور غښتلتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت