کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د انارو د پروسس ستره کارخونه پرانیستل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۲:۵۲
کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د انارو د پروسس ستره کارخونه پرانیستل شوه

۱ لیندۍ  ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په رهبرۍ او د «میلکو» خصوصي کمپنۍ په مالي ملاتړ، د ارغنداب ولسوالی د چهار باغ په سیمه کې د انارو د پروسس یوه ستره کارخونه په رسمي ډول پرانیستل شوه. د کارخونې ټول لګښت ۲ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او د پرانیستلو په وسیله به یې د انارو د ضایعاتو کچه د پام وړ ډول راټیټه شي.
د میلکو کمپنۍ مسؤلین وایي، د دغې کارخونې ټول ماشینونه په کور دننه، کندهار کې جوړ شوي او دا وړتیا لري، چې په یوه ساعت کې یو ټن انار پروسس کړي. د دوی په خبره، د جوړو شویو ماشینونو کارول ډېر ساده دي او هر بڼوال کولی شي په خپل بڼ کې ترې ګټه واخلي.
بلخوا د کندهار انارو بڼوال د دې پروسس کارخونې له پرانیستلو خوښ دي. هغوی هیله څرګندوي چې د کارخونې په فعالېدو سره به د انارو بیې لوړې شي او غوښتنه کوي، چې د نورو میوو لپاره هم ورته پروسس مرکزونه جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه کارخونه به د انارو په ویکم دانه کولو، جوس جوړولو، اوبو کولو، مربا، جیلي، روب او نورو محصولاتو په تولید او پروسس کې خدمات وړاندې کړي. د دې مرکز فعالیت به د کندهار د انارو د ضایعاتو په مخنیوي او معیاري پروسس کې یو مهم او اغېزمن ګام وي.


افتتاح کارخانه بزرگ پروسس انار در کندهار به ارزش ۲ میلیون افغانی
۱ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولایت کندهار، تحت رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و با حمایت مالی شرکت خصوصی «میلکو»، یک کارخانه بزرگ فرآوری انار در منطقه چهار باغ ولسوالی ارغنداب به طور رسمی افتتاح شد. هزینه کل این کارخانه حدود ۲ میلیون افغانی برآورد شده و با راه‌اندازی آن، میزان ضایعات انار به شکل چشمگیری کاهش خواهد یافت.
مسؤولان شرکت میلکو می‌گویند که تمامی ماشین‌آلات این کارخانه در داخل کشور، در کندهار ساخته شده و قابلیت پردازش یک تن انار در هر ساعت را دارد. به گفته آنان، استفاده از این ماشین‌ها بسیار ساده است و هر باغدار می‌تواند در باغ خود از آن بهره‌برداری کند.
همچنین باغداران انار کندهار از افتتاح این کارخانه خوشحال‌اند و امیدوارند که با فعال شدن آن، قیمت انار افزایش یابد و خواستار ساخت مراکز مشابه برای سایر میوه‌ها نیز هستند.
قابل ذکر است که این کارخانه در پروسس دانه‌بندی، تهیه آبمیوه، آب‌گیری، مربا، ژله، رب و سایر محصولات انار خدمات ارائه خواهد کرد. فعالیت این مرکز گامی مهم و مؤثر در کاهش ضایعات انار و پروسس استاندارد آن در کندهار خواهد بود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت