کندهار کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ چکډېمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۵:۱۰
کندهار کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ چکډېمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول  

۹ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د روان ۱۴۰۳ هـ ش کال د لسو میاشتو په اوږدو کې د کندهار په ۹ ولسوالیو کې د ۲۶ میلیونه او ۷۳۱ زره افغانیو په ارزښت ۱۱ چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت تر څارنې لاندې، د ودانیزو شرکتونو په تخنیکي همکارۍ او د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدرامیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی ورعاه د ځانګړي فرمان په اساس، دغه پروژې بشپړې شوې.
د کرنې ریاست د چکډیمونو د برخې مسؤل انجنیر نورمحمد همکار وویل چې یاد چکډیمونه د تېرو لسو میاشتو په اوږدو کې د غورک، کښته میوند، لوړ میوند، خاکریز، لوړ شاولیکوټ، ریګستان، او خاکریز ولسوالیو کې یو یو او په نېش او ارغستان ولسوالیو کې دوه دوه جوړ شوي دي.
د انجنیر همکار په وینا، د دې پروژو په جریان کې د یادو ولسوالیو شاوخوا ۳۵۰ سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته په فني او غیرفني برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده چې د دې چکډېمونو له ګټې اخیستنې وروسته به په نږدې راتلونکي کې د کندهار په نورو ولسوالیو کې هم تر کار لاندې نورو چکډیمونو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

د مخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت په موخه غونډه دائره شوه

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ، د مالیې وزارت، اترا ادارې او د کرنې وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۲۵
Background image

د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې د لګښت د راپور ورکولو غونډه د کرنې وزارت کې ترسره شوه 

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې د لګښت د راپور ورکولو غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان "حاجي سالم"،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

ننګرهار کې د برادران علوي لميټډ ختيځ زون استازولۍ پرانیستل شوه

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست تر چتر لاندې د برادران علوي لميټډ ختيځ زون د منجمدو استراګانو استازولۍ پرانیستل شوه، چې په. . .

بازگشت