کندهار کې د مچیو شاتو کلنی تولید ۴۵ ټنه ته رسېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۵:۱
کندهار کې د مچیو شاتو کلنی تولید ۴۵ ټنه ته رسېږي

۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت اړوند چارواکي وايي، د تازه څېړنې له مخې په کندهار کې هرکال شاوخوا ۴۵ ټنه د مچیو شات تولیدېږي، چې له دې جملې څخه ۶ ټنه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت یو تن مسؤل محمدالله نوري وویل، اوس مهال په کندهار کې د شاتو مچیو ۱۷ محلي او ۲۶ عبوري فارمونه فعالیت لري. د هغه په وینا، محلي فارمونه د کندهار د اوسېدونکو له لوري جوړ شوي او عبوري فارمونه بیا د غزني، میدان وردګ او کاپیسا د خلکو له خوا پرانیستل شوي دي. دا فارمونه د کندهار په مرکز، ارغنداب، شاولیکوټ، ژړۍ، پنجوایي، میوند او ډنډ ولسوالیو کې موقعیت لري.
نوري زیاته کړه، چې د کندهار د مچیو شات نه یوازې د هېواد دننه کابل، هرات، وردګ او ننګرهار ولایتونو کې ښه بازار لري، بلکې بهرنیو هېوادونو لکه متحده عربي امارات او عمان ته هم صادرېږي. د هغه په وینا، د کندهار ریحان شات په کور دننه او نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی نوم لري او ډېر مشتریان یې د اخیستو لپاره لیوالتیا ښيي.
د کندهار شات د خپل خوږوالي، طبیعي جوړښت او درملیزو ځانګړتیاو له امله اوس ډېر شهرت ترلاسه کړی دی.
د شاتو تولیدونکي وايي، د کندهار ریحان شات ځانګړی خوند، کیفیت او درملیز ارزښت لري. دغه شات د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې پېژندل شوي او ګڼ شمېر مشتریان لري. په دودیز باور کې، شات د انسان د ګڼو ناروغیو لپاره اغېزناک درمل ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه د هضمي، عصبي، جسماني او جنسي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لوبوي.

کندهار سالانه ۴۵ تُن عسل تولید می‌کند
۱ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسؤولان آمریت مالداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند بر اساس تحقیقات تازه، سالانه حدود ۴۵ تُن عسل در این ولایت تولید می‌شود که از این میان ۶ تُن آن به کشورهای خارجی صادر شده است.
محمدالله نوری، یکی از مسؤولان آمریت مالداری ریاست زراعت کندهار گفت که در حال حاضر ۱۷ فارم محلی و ۲۶ فارم عبوری زنبورعسل در کندهار فعالیت دارند. به گفته او، فارم‌های محلی توسط باشندگان کندهار ایجاد شده و فارم‌های عبوری از سوی مردم غزنی، میدان وردک و کاپیسا راه‌اندازی شده است. این فارم‌ها در مرکز کندهار و ولسوالی‌های ارغنداب، شاولی‌کوټ، ژړۍ، پنجوایی، میوند و ډنډ موقعیت دارند.
نوری افزود که عسل کندهار نه تنها در داخل کشور به‌ویژه در کابل، هرات، وردک و ننگرهار بازار خوبی دارد، بلکه به کشورهای خارجی چون امارات متحده عربی و عمان نیز صادر می‌شود. به گفته او، عسل ریحان کندهار در بازارهای داخلی و جهانی نام ویژه‌ای پیدا کرده و مشتریان زیادی خواهان خرید آن هستند.
عسل کندهار به دلیل شیرینی، ساختار طبیعی و ویژگی‌های درمانی خود اکنون شهرت فراوانی به‌دست آورده است.
تولیدکنندگان عسل می‌گویند عسل ریحان کندهار طعم خاص، کیفیت بلند و ارزش درمانی دارد. این عسل در بسیاری از کشورهای جهان شناخته شده و مشتریان فراوانی دارد. بر اساس باورهای سنتی، عسل درمان مؤثر بسیاری از بیماری‌ها دانسته می‌شود و به‌ویژه در تقویت سیستم‌های هضمی، عصبی، جسمی و جنسی نقش مهمی ایفا می‌کند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال له اړوندو څانګو سره تعارفي غونډه ترسره شوه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تعارفي غونډه د دې معینیت تر چتر لاندې له ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د لغمان ولایت د «ختیځ ځلاند» شرکت څخه لیدنه وکړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره یوځای د لغمان ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

د ننګرهار او لغمان د کرنې رییسانو ادلون بدلون او پر نوو دندو ګمارنه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د نورستان ولایت د کرنې رییس او د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د ننګرهار د کرنې رییس. . .

بازگشت