کندهار کې د منګالې فارم رغول کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۰
کندهار کې د منګالې فارم رغول کېږي

۳ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوند د منګالې فارم د بیارغولو په موخه له خصوصي سکټور سره هوکړه لیک لاسلیک شوی دی، چې پر بنسټ یې یاد فارم بیا رغول کېږي.
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي په داسې حال کې، چې یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله ددې فارم څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې یاد فارم د کندهار د لوړشاولیکوټ ولسوالی د سربند په سیمه کې په شاخوا ۳۳ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی، چې د بیا رغونې  په موخه خصوصي سکتور ته سپارل شوی دی.
ښاغلی فضلي وویل، چې دغه فارم له کلونو راهیسي شاړه پاتې وه او کومه ګټه ترې نه ده پورته شوې، چې په ترڅ کې یې د سیمې خلکو سره شخړه هم رامنځته شوې وه، چې ددې شخړې دحل په موخه له قومي مشرانو سره خبرې او یاد فارم خصوصي سکټور ته وسپارل شو.
د کندهار دکرنې رییس وویل، چې د خصوصي سکټور له خوا په دې فارم کې ۳.۷ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي، چې ورسره به یاد فارم په معیاري بڼه ورغول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت