کندهار کې د انارو د حاصلاتو د پام وړ کچه؛ سږکال ۲۷۴ زره ټنه انار ترلاسه کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۹:۱۳
کندهار کې د انارو د حاصلاتو د پام وړ کچه؛ سږکال ۲۷۴ زره ټنه انار ترلاسه کېږي

۱۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږکال به په کندهار کې شاوخوا ۲۷۴ زره ټنه د انارو حاصلات ترلاسه شي. 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د انارو بڼونه د ارغنداب، ارغستان، شاولیکوټ، خاکریز، ژړۍ، پنجوایي، معروف، ډنډ، دامان او میانیشین په ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵ زره هکټاره ځمکه نیولې ده. له دې سیمو څخه په ځانګړې توګه د ارغنداب او ارغستان انار د خپل ځانګړي خوند، کیفیت او اوږده موده تازه پاتې کېدو له امله په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی نوم لري.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکې زیاتوي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله د انارو د کرنې په کچه کې کوم لوی بدلون نه دی راغلی، خو د حاصلاتو کیفیت یې د پام وړ لوړ شوی دی. د بڼونو ډېری حاصل د ناروغیو او آفتونو څخه خوندي پاتې شوی چې دا د کرنې ریاست د دوامدارو څارنو، مشورو او مرستو پایله بلل کېږي.
د کندهار د کرنې ریاست وایي، دوی د بڼوالو د لا ښه حاصلاتو لپاره وخت پر وخت د انارو بڼونو څارنه کړې، د ناروغیو په درملنه کې یې مرسته کړې او د حاصل د راټولولو، بسته بندۍ او بازارموندنې په برخو کې یې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
انار نه یوازې د کندهار د کرنیز هویت نښه ده، بلکې د دې ولایت د سلګونو زره بڼوالو د عاید اصلي سرچینه هم ګڼل کېږي. د چارواکو په باور، د حاصلاتو د کچې او کیفیت د لا زیاتوالي لپاره نړۍوالو بازارونو ته د منظم لاسرسي اړتیا ډېره محسوسېږي، چې دې برخې ته ډېر کار شوی او د کندهار انار او ګڼ شمېر نور کرنیز محصولات تر نړۍوالو بازارونو رسېدلي دي.


حاصلات چشم‌گیر انار در کندهار؛ امسال ۲۷۴ هزار تُن انار به دست می‌آید
۱۲ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند امسال در این ولایت حدود ۲۷۴ هزار تُن انار برداشت خواهد شد.
به اساس معلومات ریاست زراعت کندهار، باغ‌های انار در ولسوالی‌های ارغنداب، ارغستان، شاه‌ولی‌کوت، خاکریز، ژړۍ، پنجوایی، معروف، ډنډ، دامان و میانیشین در مجموع حدود ۱۵ هزار هکتار زمین را در بر گرفته است. در این میان، انار ارغنداب و ارغستان به‌دلیل طعم خاص، کیفیت عالی و ماندگاری طولانی در بازارهای جهانی شهرت ویژه دارد.
مسوولان ریاست زراعت کندهار می‌افزایند که هرچند نسبت به سال‌های گذشته تغییر بزرگی در سطح کشت انار به میان نیامده، اما کیفیت حاصلات آن به‌گونه چشم‌گیر بهتر شده است. بیشتر محصولات باغ‌ها از آفات و بیماری‌ها محفوظ مانده که این امر نتیجه نظارت دوامدار، مشوره‌ها و همکاری‌های تخنیکی ریاست زراعت دانسته می‌شود.
ریاست زراعت کندهار می‌گوید برای بهبود بیشتر حاصلات، آنان به‌گونه دوامدار از باغ‌های انار نظارت کرده‌اند، در درمان بیماری‌ها کمک رسانده و در زمینه‌های جمع‌آوری محصول، بسته‌بندی و بازاریابی نیز سهولت‌هایی را فراهم ساخته‌اند.
انار نه‌تنها نماد هویت زراعتی کندهار است، بلکه منبع اصلی درآمد صدها هزار باغدار این ولایت نیز به شمار می‌رود. به باور مسوولان، برای افزایش بیشتر کمیت و کیفیت حاصلات، دسترسی منظم به بازارهای جهانی یک نیاز مبرم است؛ اقدامی که در این راستا کارهای قابل توجهی انجام شده و انار کندهار همراه با شمار زیادی دیگر از محصولات زراعتی افغانستان به بازارهای جهانی راه یافته است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۴
Background image

د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» په مالي ملاتړ او د نوروزي څېړنیز فارم د مسؤلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د هلمند د کرنې رییس سنګین ولسوالی ته د سفر پر مهال د کرنیزو چارو ارزونه وکړه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  ولسوالیو ته د خپلو رسمي سفرونو په لړ کې سنګین ولسوالی ته سفر ترسره کړ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

بازگشت