کندهار کې اړمنو کورنیو ته بلاربې وزې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۹:۳۳
کندهار کې اړمنو کورنیو ته بلاربې وزې ووېشل شوې

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د ایثار ټولنیز پرمختګ او فعاله غبرګون (ای.اس.ای.ای.آر) سازمان له لوري د کندهار ښار اتمې، نهمې او پنځه‌لسمې ناحیو ۳۵ بېوزلو کورنیو ته بلاربې وزې ووېشل شوې.
په دې مرسته کې، چې د څارویو روغتیا او صحت آمریت مسؤلینو تر څارنې لاندې ترسره شوه، هرې کورنۍ ته د ۲۲ زره افغانیو په ارزښت دوې بلاربې ګلابي نسل وزې ورکړل شوې، چې موخه یې د اړمنو کورنیو اقتصادي ملاتړ او د دوی ژوند ښه کول دي.
د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې د اسلامي هوساینې سازمان له خوا په ارغستان ولسوالۍ کې هم ۵۰۰ بېوزلو کورنیو ته ورته مرستې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت