کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د انځرو صادرات پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۰:۳
کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د انځرو صادرات پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د بزګرانو ټولنې په همغږۍ د یو ملي سوداګر له لوري؛ سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هېوادونو ته د انځرو  د لومړنیو ۱۰۰ ټنو صادراتو لړۍ پیل شوه. دا د روان کال لپاره د انځرو د لومړنیو صادراتو په توګه ګڼل کېږي.
د بزګرانو د ټولنې مشر، محمد خالد زعفران، وایي چې د دغو صادراتو د ترسره کېدو لپاره د کندهار والي، د کرنې ریاست، د سوداګرۍ خونې استازو او ملي سوداګرو ګډې هڅې اړینې وې. د همدې همکارۍ په پایله کې د کندهار انځر اوس د عربي هېوادونو نړۍوالو بازارونو ته صادرېږي.
د ټولنې مسؤلین د اسلامي امارت او ملي سوداګرو له پرله‌پسې هڅو څخه مننه کوي او هیله څرګندوي، چې په راتلونکو میاشتو کې به نه یوازې د انځر، بلکې د کندهار د نورو تازه مېوو صادرات هم نورو بهرنیو هېوادونو ته پراخ شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي د تېر کال په پرتله د کرنیزو محصولاتو صادرات لوړ کړي او د کندهار مېوو لپاره په نړۍوالو بازارونو کې لا ښه فرصتونه پیدا کړي.


آغاز صادرات انجیر قندهار به کشورهای خارجی
۲۷ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت قندهار، به همکاری اتحادیه دهقانان و توسط یکی از تاجران ملی، روند صادرات نخستین ۱۰۰ تُن انجیر به کشورهای عربستان سعودی و امارات متحده عربی آغاز شد. این محموله به‌عنوان نخستین صادرات انجیر در سال جاری به حساب می‌آید.
رئیس اتحادیه دهقانان، محمد خالد زعفران، می‌گوید که برای انجام این صادرات، همکاری والی قندهار، ریاست زراعت، نمایندگان اتاق تجارت و تاجران ملی ضروری بود. در نتیجه همین تلاش‌ها، اکنون انجیر قندهار به بازارهای بین‌المللی کشورهای عربی صادر می‌شود.
مسؤولان اتحادیه از تلاش‌های دوامدار امارت اسلامی و تاجران ملی قدردانی کرده و ابراز امیدواری می‌کنند که در ماه‌های آینده نه تنها صادرات انجیر، بلکه صادرات دیگر میوه‌های تازه قندهار نیز به کشورهای خارجی گسترش یابد.
شایان ذکر است که مسؤولان امارت اسلامی تلاش دارند صادرات محصولات زراعتی را نسبت به سال گذشته افزایش دهند و برای میوه‌های قندهار فرصت‌های بهتری را در بازارهای جهانی فراهم کنند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت