کندز کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې په بشپړېدو دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۶:۳۲
کندز کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې په بشپړېدو دي

۲۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې له خوا، چې په دې وروستیو کې دکندز په ولایت کې د ۱۶۹کرنیزو پروژو چارې پیل شوي وې، رغنیزې چارې یې نږدې ۹۲ سلنه بشپړ شوي دي، چې په څو ورځو کې به یې پاتې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دکندز دکرنې رییس عبدالهادي قرلق وایي، چې په دغو پروژو کې د پیازو ۱۰۵ زېرمتونونه، ۶۰ ممیزخونې او د تازه مېوو څلور سړې خونې جوړول شامل دي، چې چارې یې تر ۹۲ سلنه بشپړ شوي دي.
ښاغلی قرلق وویل، چې ددغو پروژو په بشپړېدو سره ددې ولایت بڼوال او بزګران کولای شي، چې خپل کرنیز محصولات په سمه توګه وساتي او په مناسب وقت او مناسبه بیه یې بازار ته وړاندې کړي.
دغه پروژې، چې دکندز ولایت د مرکز ترڅنګ ددې ولایت په امام صاحب، دشت ارچي، چهاردرې، خان اباد، علي اباد او ګل تپې ولسوالیو کې پلي کیږي، ټولیزلګښت یې څه باندې۸۵ میلیونه او۵۹۹ زره او۸۱۷ افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او لس سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ورکوي.
یادې پروژې دکرنیزومحصولاتومدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت