کندز ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د یوې کاري غونډې په موخه د وزارت د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کندز ولایت ته سفر وکړ. په پلاوي کې مفتي محمد ذاکر، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس، او د وزارت سلاکاران میرویس خوګیانی او ولي وزیري شامل دي.
د سفر په لړ کې، دکرنې وزیر د کندز مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب، د امنیتي او استخباراتي ارګانونو استازو، د سرحدي لواء مسؤل، او د کرنې ریاست چارواکو سره ناسته وکړه.
ښاغلی عمري د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د سفر موخه په کندز کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو عمومي وضعیت ارزونه او څېړنه ده. نوموړي زیاته کړه: «کرنه او مالداري د هېواد د اقتصاد دوه حیاتي برخې دي، وزارت هڅه کوي، چې په دې سکتورونو کې د خلکو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي او ستونزو ته لازم ځوابونه ومومي.»
دکرنې وزیر یادونه وکړه، چې وزارت د څړځایونو ساتنه، د حیواني کلینیکونو جوړول، د کرنیزو آفتونو پر وړاندې د مبارزې درمل وېش، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، او د وړو بندونو جوړولو په برخو کې فعالیتونه ترسره کوي. همدارنګه یې د ولایتي مسؤلینو نظرونه د راتلونکو پلانونو لپاره مهم وبلل.
په غونډه کې ګډونوالو د څړځایونو د ښه ساتنې، د حیواني کلینیکونو جوړېدو، د کیفیت لرونکو کرنیزو دواګانو وېش، او د اوبو بندونو د جوړولو او مدیریت په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د کندز مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب، د کرنې وزیر او پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ولایت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خلکو اړتیاوې او ستونزې شریکې کړې او یاد ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه یې وکړه.
په همدې حال کې د کرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري د کندز سفر مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې د ستونزو د حل لپاره به په مرکز کې د اړوندو وزارتونو له مسؤلینو سره خبرې وکړي او عملي ګامونه پورته کړي.
له دې وړاندې، د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د کندز د کرنې ریاست له مشرتابه سره هم ناسته وکړه. په دې ناسته کې د کندز دکرنې رییس مولوي نیاز محمد عابد د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.
دکرنې وزیر کندز د هېواد له مهمو زراعتي ولایتونو څخه وباله او ژمنه یې وکړه، چې د کرنیزو پروژو پلي کولو ته به دوام ورکړي او د دې سکتور د پراختیا لپاره به جامع پلانونه عملي کړي.
د ریاست آمرینو او مدیرانو د اوبو د سرچینو د سم مدیریت، د محصولاتو د ارزښت ځنځیر لوړولو، د معیاري سړو خونو او د پروسس مرکزونو د جوړېدو غوښتنې هم وړاندې کړې.
سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به کندز
۱۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ ربیعالاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در راس یک هیئت بلندپایه وزارت به منظور یک نشست کاری به ولایت کندز سفر کرد. در ترکیب این هیئت، مفتی محمد ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، و مشاوران وزارت میرویس خوگیانی و ولی وزیری حضور داشتند.
در جریان این سفر، وزیر زراعت با معاون والی کندز مولوی حبیبالرحمن صهیب، نمایندگان ارگانهای امنیتی و استخباراتی، مسئول لوای سرحدی و مسئولان ریاست زراعت دیدار و گفتگو کرد.
آقای عمری در سخنانش گفت هدف این سفر ارزیابی و بررسی وضعیت عمومی زراعت، مالداری و آبیاری در کندز است. او افزود: «زراعت و مالداری دو بخش حیاتی اقتصاد کشور اند. وزارت تلاش میکند که در این سکتورها برای مردم سهولتها فراهم کند و به مشکلات پاسخ لازم بدهد.»
وزیر زراعت خاطرنشان ساخت که این وزارت در بخشهای حفاظت از چراگاهها، ایجاد کلینیکهای حیوانی، توزیع ادویه برای مبارزه با آفات زراعتی، توزیع تخمهای اصلاحشده و کود کیمیاوی، و اعمار بندهای کوچک فعالیتهایی را انجام میدهد. همچنان او نظریات مسئولان ولایتی را برای طرح برنامههای آینده مهم خواند.
در این نشست، اشتراککنندگان خواستهها و پیشنهادهای خود را در مورد بهبود حفاظت چراگاهها، ایجاد کلینیکهای حیوانی، توزیع دواهای باکیفیت زراعتی و اعمار و مدیریت بندهای آب مطرح کردند.
معاون والی کندز مولوی حبیبالرحمن صهیب ضمن خوشآمدگویی به وزیر زراعت و هیأت همراهش، نیازمندیها و مشکلات مردم در بخش زراعت و مالداری این ولایت را بیان کرد و خواهان رسیدگی به آنها شد.
در همین حال، وزیر زراعت مولوی عطاءالله عمری سفر به کندز را مهم دانست و اطمینان داد که برای حل مشکلات با مسئولان وزارتهای مربوطه در مرکز گفتگو خواهد کرد و گامهای عملی برخواهد داشت.
پیش از این، وزیر زراعت و هیأت همراهش با رهبری ریاست زراعت کندز نیز دیدار داشتند. در این نشست، رئیس زراعت کندز مولوی نیاز محمد عابد گزارش فعالیتها و دستاوردهای ریاست را ارائه کرد.
وزیر زراعت، کندز را از ولایات مهم زراعتی کشور خواند و وعده سپرد که تطبیق پروژههای زراعتی ادامه خواهد یافت و برای توسعه این سکتور برنامههای جامع عملی خواهد شد.
آمران و مدیران ریاست نیز خواستههای خود را در زمینه مدیریت درست منابع آبی، ارتقای زنجیره ارزش محصولات، ایجاد سردخانههای معیاری و مراکز پروسس مطرح کردند.