کرنې وزارت کې د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
کرنې وزارت کې د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه ترسره شوه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه د  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ لاندې، د یاد معینیت د کنفرانسونو په تالار کې د کرنې سکتور د رییسانو په حضور کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بودجې د لګولو د څرنګوالي، د اړوندو رییسانو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ټول ریاستونه باید د خپلو فعالیتونو راپورونه په شفاف ډول وړاندې کړي او ځانګړې شوې بودجه د مالي کال تر پایه په اغېزمنه توګه ولګوي او د هغې راپور دې شریک کړي.
وروسته، د بېلابېلو ریاستونو رییسانو د مرکز او ولایتونو اړوندو پروژو د فعالیتونو او د بودجې د مصرف څرنګوالي په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل. همدارنګه، یو شمېر شته ستونزې مطرح شوې او د هغو د حل لارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
یاده غونډه د مالي مدیریت د ښه والي، د بودجې په مصرف کې د شفافیت د تأمین او د کرنیزو پروژو د پلي کېدو د چټکتیا په موخه جوړه شوې وه.


برگزاری جلسه بررسی مصرف بودجه سال مالی ۱۴۰۴ در وزارت زراعت
۳۰ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه بررسی مصرف بودجه سال مالی ۱۴۰۴ تحت سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در تالار کنفرانس‌های این معینیت و با حضور رؤسای سکتور زراعت برگزار گردید.
در این جلسه، معین زراعت و مالداری پیرامون نحوه مصرف بودجه، مسئولیت‌ها و مکلفیت‌های رؤسای مربوط صحبت نموده و تأکید کرد که تمام ریاست‌ها گزارش فعالیت‌های خویش را به‌گونه شفاف ارائه نموده و بودجه اختصاص‌یافته را تا پایان سال مالی به‌طور مؤثر مصرف و گزارش آن را شریک سازند.
در ادامه، رؤسای ریاست‌ها گزارش فعالیت‌ها و چگونگی مصرف بودجه پروژه‌های مربوط به مرکز و ولایات را ارائه کردند. همچنان شماری از مشکلات موجود مطرح گردید و در مورد راه‌حل‌های آن بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
این جلسه با هدف بهبود مدیریت مالی، شفافیت در مصرف بودجه و تسریع در تطبیق پروژه‌های زراعتی دایر گردید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت