کرنې وزارت کې د کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۹:۲۹
کرنې وزارت کې د کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو په موخه غونډه دائره شوه

٢۸ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ د کمپلکسونو د جوړولو غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ د کرنې وزارت د یو شمېر چارواکو او کارپوهانو په حضور کې دائره شوه.
دا غونډه د تېرو غونډو په دوام د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې او مالدارۍ د کمپلکسونو د جوړولو د ترتیب شوې طرحې په اړه د خبرو اترو او نظریاتو د تبادلې په موخه جوړه شوې وه، چې په کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه او کارپوهانو د یادې طرحې د بډاینې او پلي کېدو په پار خپل نظرونه وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د طرحې جوړونې د بهیر په چټکتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:«په ټول توان سرههڅه وکړئ ترڅو هغه طرحه، چې د وروستي کولو لپاره د افغانستان د اسلامي امارت رهبرۍ ته وړاندې کېږي باید جامع، شته امکاناتو سره برابر، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور واقعیتونو سره سم او په ټوله کې عملي بڼه ولري، ترڅو ژر تر ژره پلي شي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت داسې پلان لري، چې پر بنسټ به یې د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې او مالدارۍ کمپلکسونه جوړ شي. په پام کې ده، چې د یادې طرحې له بشپړیدو وروسته د تصویب لپاره د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شي.

جلسه‌ای به منظور ساخت کمپلکس‌های زراعتی، در وزارت زراعت برگزار شد 
۲۸ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور ساخت کمپلکس‌های زراعتی و مالداری به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور شماری از روئسا و متخصصین وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه به ادامه جلسات قبلی جهت بحث و تبادل نظر پیرامون طرح ترتیب شده ساخت کمپلکس‌های زراعتی و مالداری در  چهار زون‌های کشور برگزار شده بود که در آن رهبری و متخصصین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نظریات خویش را جهت غنامندی و عملی سازی طرح متذکره اراییه کردند.
در این جلسه مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری تاکید بر تسریع روند ترتیب طرح کرده افزود" تمام تلاش خود را انجام دهید تا طرحی که جهت نهایی سازی به رهبری امارت اسلامی افغانسان پیش کش می‌گردد جامع، مطابق به امکانات موجود، مطابق به واقعیت‌های سکتور زراعت و مالداری افغانستان بوده و در کل عملی باشد تا در زود ترین فرصت تطبیق گردد".
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طرحی را روی دست دارد که بر بنیاد آن قرار است در چهار زون‌های کشور کمپلکس‌های زراعتی و مالداری ساخته شود. در نظر است که پس از تکمیل طرح متذکره آن را به رهبری امارت اسلامی افغانستان جهت منظوری ارایه نماید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت