کرنې وزارت کې د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار غونډه دایره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۴:۲۹
کرنې وزارت کې د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار غونډه دایره شوه


۱۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کې د اداري چارو د ښه والي او د چوپړتیاوو وړاندې کولو د کیفیت لوړولو په موخه غونډه دایره شوه. دغه غونډه د کرنې وزارت د مقام د دفتر رییس د ملا محمد حسین خورشید احمد په مشرۍ، د وزارت د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د وزارت د رهبري د هدایتونو د مؤثر تطبیق، مراجعینو ته د آسانتیا برابرولو او د هغوی غوښتنو ته د ژر رسېدنې په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
همداراز، ګډونوالو د رغوونکو نظریاتو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره، په وزارت کې د اداري پړاوو د اصلاح او د حساب ورکونې فضا د رامنځته کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د وزارت د مقام د دفتر رییس د ریاستونو له هڅو او همکاریو مننه وکړه او د ګډ کار، دندو ته د ژمنتیا او خلکو ته د رښتیني خدمت غوښتنه وکړه.
یاده غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هغو دوامدارو هڅو برخه ده، چې موخه یې د چوپړتیاوو کیفیت لوړول او د اړوندو ادارو ظرفیت پراخول دي.


جلسه‌ای به منظور بهبود خدمت‌رسانی در وزارت زراعت برگزار شد
۱۴ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور بهبود امور اداری و ارتقای کیفیت خدمت‌رسانی در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد. این نشست به رهبری ملا محمد حسین خورشید احمد، رییس دفتر مقام وزارت، با حضور شماری از رؤسای بخش‌های مختلف این وزارت دایر گردید.
در این جلسه روی تقویت هماهنگی میان ریاست‌ها، تطبیق مؤثر هدایات رهبری وزارت، ایجاد سهولت برای مراجعین و تسریع در روند رسیدگی به درخواست‌های مراجعه‌کنندگان بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
همچنان اشتراک‌کنندگان با ارائه پیشنهادها و دیدگاه‌های سازنده، بر اهمیت بهبود روندهای اداری و ایجاد فضای پاسخ‌گو در چارچوب وزارت تأکید کردند.
رییس دفتر مقام وزارت زراعت از تلاش‌ها و همکاری ریاست‌ها قدردانی کرده، خواهان کار مشترک، تعهد در انجام وظایف و خدمت صادقانه به مردم شد.
این نشست بخشی از تلاش‌های دوام‌دار وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای بهبود کیفیت خدمات و ارتقای ظرفیت نهادهای زیربط عنوان گردید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت