کابل کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو او شېدو ماشینونو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۲:۲۶
کابل کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو او شېدو ماشینونو مرسته وشوه

۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د افغانستان لپاره د هالند کمیتې په همکارۍ ددې د ولایت  د سروبي ولسوالی پر ۳۰تنو اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي او پر ۱۵ مالدارانو د شېدو ماشینونه وېشلي.
دکابل دکرنې ریاست د یادې مرستندویې مؤسسې له مسولینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او مالدارانو ته یی په خطاب زیاته کړه کومه مرسته چه تاسو ته درکول کېږي باید تخنیکي لارښونو سره سم خپلو مالونو ته ورکړئ.
باید وویل شي، چې د دې پروسې په لړ کې هر مالدار د څاریو ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي وېشل شوی دی.
په کابل کې ددغه راز مرستو څخه موخه د مالدارانو لاس نیوۍ، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالۍ ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت