کابل کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو او شېدو ماشینونو مرسته وشوه
۱۱ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د افغانستان لپاره د هالند کمیتې په همکارۍ ددې د ولایت د سروبي ولسوالی پر ۳۰تنو اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي او پر ۱۵ مالدارانو د شېدو ماشینونه وېشلي.
دکابل دکرنې ریاست د یادې مرستندویې مؤسسې له مسولینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او مالدارانو ته یی په خطاب زیاته کړه کومه مرسته چه تاسو ته درکول کېږي باید تخنیکي لارښونو سره سم خپلو مالونو ته ورکړئ.
باید وویل شي، چې د دې پروسې په لړ کې هر مالدار د څاریو ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي وېشل شوی دی.
په کابل کې ددغه راز مرستو څخه موخه د مالدارانو لاس نیوۍ، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالۍ ښودل شوی دی.