کابل کې پر ۲۰۰ زره کورنیو د غنمو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۶ - ۱۰:۵
کابل


۱۶ وری ۱۳۹۹
د هېواد د ولسمشر د سپارښتنې پر اساس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  ۱۰ زره ټنه خوراکي غنم بېړنیو حالاتو سره د مبارزې کمېټې په واک کې ور کړی دی، ترڅو د هېواد د پلازمېنې کابل پر ۲۰۰ زره بېوزلو کورنیو ووېشل شي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمې وایي: «تر هغه وروسته چې ولسمشر محمداشرف غني پر بېوزلو کورنیو د خوراکي غنمود وېش سپارښتنه وکړه، پر دغو کورنیو د غنمو د وېش لړۍ تېره ورځ پیل شو.»
دغه راز د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عمرجان منګل وایي: «د غنمو د وېش لړۍ، د کرنې وزارت له مرکزي سیلو څخه د ۵۰۰ ټنه غنمو په وېش سره د کابل ښار له شپږم، ۱۵، ۱۸ او ۲۰ ناحیې څخه پیل شو او تر راتلونکو څو وروځو پورې به د کابل په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې پر ۲۰۰ زره بېوزلو کورنیو، ۱۰ زره ټنه غنم ووېشل شي.»
دغه غنم د کرنې وزارت له زېرمو څخه د ولسمشر د فرمان پر اساس وېشل کیږي.
د کرنې وزارت دغه راز وایي ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت له زېرمو څخه به ډېر ژر ۴۰۰ ټنه دال‌نخود هم په کابل کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.
باید وویل شي، چې په کابل او یوشمېر نورو ولایتونوکې د ګرځ بندیز په پیل سره د هېواد لسمشر محمداشرف غني سپارښتنه وکړه، چې پر اړمنو او بېوزلو کورنیو باندې دې ۲۴ زره غنم ووېشل شی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت