کابل کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۲:۳۲
کابل کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

٢٢ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٩ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
کابل کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د یاد تخنیکي کمېټې رييس شیخ عبید الله حقاني په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د کمېټې مشر شیخ عبيدالله حقاني لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه او تر څنګ یې ګډونوالو ته دکمېسيون دمقام له خوا د ورکړل شویو موضوعاتو په اړه مفصله وینا وکړه اوټینګار یې وکړه چې باید دمشرانو هدایات پروخت اوعاجل عملي کړو او خپلو چارو ته باید پاملرنه وکړو. 
په دې غونډه دغه راز پرېکړه وشوه، چې له اړوندو ادارو سره په همکاري د زورواکو او غاصبینو جایدادونه باید معلوم او د مشرانو دهدایاتو موافق کار ورسره وشي.
همدارنګه ددوسیو دتکمیلولو لپاره دذیربط ادارو استعلامونه تعقیب شي ترڅو په لنډ وخت کې يې راپورونه چمتو شي. 
همدارنګه دعیاران ښارګوټي د ارزونې اوتصفیې چارو لپاره ترتیب جوړ  او راپور یې د کمیسیون مقام ته واستول شي. 
باید وویل شي، چې ددې غونډې په پای کې یادو چارواکو د کابل والي سره و کتل او له ده سره د خپل تېرې میاشتې د کړنو راپور شریک کړل. د تخنیکي پلاوي غړو په خپلو خبرو کې وویل، چې تېر میاشت کې یې ٢٦ ارزونې ترسره کړي او ٩ دوسیې یې بشپړه او د کمیسیون مقام ته سپارلي دي. 
په همدې حال کې د کابل والي دکابل ولایت دتخنیکي پلاوی کارونه وستایل او دوی ته دهر راز دهمکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت