پکتیکا کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژې اړوند د بادامو په بڼونو کې د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم لګولو چارې ۷۷ سلنه بشپړې شوې
۲۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز «ښرنه» کې د کوکنارو د بدیل کښت د پراختیايي پروژې اړوند، د بادامو په ۲۵ جریبه بڼونو کې د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم لګولو چارې ۷۷ سلنه بشپړې شوې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست، تدارکاتو ریاست او د اوبولګولو د نوې ټکنالوژۍ ریاست کارکوونکو، د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دوو استازو په ملتیا، د یادې پروژې د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه کړې ده.
دغه څارنه د هغې پروژې د چارو د ارزونې او د پرمختګ د کچې معلومولو په موخه ترسره شوې، چې د «راستین ناصح ګروپ» شرکت سره یې تړون شوی او د ټاکل شویو ځمکو په بڼونو کې د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم لګولو چارې روانې دي.
څارونکي پلاوي د پروژې د پلي کېدو بهیر تر ارزونې وروسته، قراردادي شرکت ته لارښوونه وکړه، چې د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم ټول تجهیزات د پروژې د نقشې او تخنیکي مشخصاتو له مخې نصب کړي.
همدارنګه، بزګرانو ته د خپلو مسوولیتونو، د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم د سمې کارونې او وېشل شویو تجهیزاتو د ساتنې په اړه اړینې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
پیشرفت ۷۷ درصدی کار نصب سیستم آبیاری قطرهای در باغهای بادام بدیل کشت کوکنار در پکتیکا
۲۷ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
کار نصب سیستم آبیاری قطرهای در ۲۵ جریب باغهای بادام مربوط به پروژه انکشافی بدیل کشت کوکنار در مرکز ولایت پکتیکا (شرنه)، به ۷۷ درصد پیشرفت رسیده است.
کارمندان ریاست معیشت بدیل، ریاست تهیه و تدارکات و ریاست تکنالوژیهای جدید آبیاری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، همراه با دو تن از نمایندگان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا، از جریان تطبیق این پروژه نظارت کردند.
این نظارت بهمنظور ارزیابی و برآورد میزان پیشرفت کار پروژهای صورت گرفت که با شرکت راستین ناصح گروپ قرارداد شده است و کار نصب سیستم آبیاری قطرهای آن در زمینهای انتخابشده جریان دارد.
هیأت نظارتی ضمن بررسی روند تطبیق پروژه، به شرکت قراردادی در زمینه نصب تجهیزات سیستم آبیاری قطرهای مطابق نقشه و مشخصات تخنیکی پروژه رهنماییهای لازم ارائه کرد. همچنان، به دهاقین در مورد مسؤولیتهایشان، استفاده درست از سیستم آبیاری قطرهای و نگهداری از تجهیزات توزیعشده، توصیههای لازم صورت گرفت.
