پکتیکا کې د څارویو د خوراکي توکو زېرمتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۱:۱۴
پکتیکا کې د څارویو د خوراکي توکو زېرمتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د دې ولایت د مرکز ښرنې د مددخېلو په سیمه کې د ۷ زره امریکایې ډالرو په لګښت د مالدارانو د ستونزو د حل او مالدارۍ پیاوړتیا په پار د څارویو د خوراکي توکو زېرمتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي،چې د ښرنې د مالدارانو د ستونزو حل لپاره ۷ زره ډالرو په لګښت ماشینري، د میل لپاره خام مواد او نور اړونده وسایل واخیستل شو.
نوموړي وویل د یادې سیمې سلګونه مالداران ددې فیډ میل سره ثبت او راجستر شوي، ترڅو په راتلونکي ورته  روزنه ورکړل شي.
د پکتیکا دکرنې رییس زیاته کړه د څارویو د خوراکي توکو یاد زېرمتون دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال ادارې په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
باید وویل شي، چې دمالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره هالنډ کمېټه د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د څارویو د خوراکي توکو زېرمتونونه جوړ کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت