پکتیکا کې د څارویو د خوراکي توکو زېرمتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د دې ولایت د مرکز ښرنې د مددخېلو په سیمه کې د ۷ زره امریکایې ډالرو په لګښت د مالدارانو د ستونزو د حل او مالدارۍ پیاوړتیا په پار د څارویو د خوراکي توکو زېرمتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي،چې د ښرنې د مالدارانو د ستونزو حل لپاره ۷ زره ډالرو په لګښت ماشینري، د میل لپاره خام مواد او نور اړونده وسایل واخیستل شو.
نوموړي وویل د یادې سیمې سلګونه مالداران ددې فیډ میل سره ثبت او راجستر شوي، ترڅو په راتلونکي ورته روزنه ورکړل شي.
د پکتیکا دکرنې رییس زیاته کړه د څارویو د خوراکي توکو یاد زېرمتون دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال ادارې په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
باید وویل شي، چې دمالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره هالنډ کمېټه د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د څارویو د خوراکي توکو زېرمتونونه جوړ کړي دي.