پکتیا کې زرګونه څارویو ته د لېونتوب واکسینونو لړۍ پیلېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۵۳
پکتیا کې زرګونه څارویو ته د لېونتوب واکسینونو لړۍ پیلېږي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې له لورې ددې ولایت په مرکز او  ولسوالیو کې وړو شخوند وهونکو څارویو ته د لېونتوب او انټرکس  واکسینونونو د تطبیق لړۍ پېلېږي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالداري آمر قاري نورالله درویش وویل، چې د هالینډ کمیټې له لورې د پکتیا مرکز ګردیزپه ګډون ددې ولایت د روحاني بابا، وزی ځدران، احمد آبا، سید کرم، احمد خېل، ځاځی آریوب، ډنډپټان او جاني خېلو ولسوالۍ کې نوموړی واکسینونه وړو شخوند وهوونکو څارویو ته پلي کېږي. 
د پکتیا د مالدارۍ آمر درویش وویل، چې یادو واکسینونو کې ۲۵ زره د څارویو دلېونتوب ناروغۍ واکسینونه او همدارنګه ددې ترڅنګ ۸۵ زره ډوزه د څارویو د داخلي چنجیو درمل هم پر مالدارانو وېشل کېږي.
دغه واکسینونه په وړو څارویو کې د ناروغیو مخنیوی او د څارویو لرونکو اقتصادي ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت