پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه
۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رئیس په مشرۍ په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
په یاده غونډه، چې د پکتیا دکرنې رییس مولوی سید امین هاشمي په مشرۍ ترسره شوه، پکې د کلیوبیارغونی او پراختیا رياست، اقتصاد ریاست استازو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست آمرينو او د افغانستان لپاره د هالند کمیټه، د اکشن اید، د اړیکو دفتر، صلح جوړونکې، دحاصل دفتراو د پروژو مسؤلينو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د پکتیا د کرنې رییسی ښاغلی هاشمي د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي هاشمي زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي. او دهمکارو مسیساتو دمسولینو څخه یی په کلکه وکړه تر څو دکرنې د سکتور په بیلا بیلو په برخه کې خپل همکاری زیاتی کړی او د پروژو جلبولو لپاره د خپلو دونرانوسره تفاهم تر څو دکرنی په سکتور کې د بزګرانواو مالدارانو شته ستونځی حل او دکرنې په پرختیا کې زموږ سره همکاری وکړی.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل د پروژو د تیرودوه میاشتنی کړنی يې د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.
