پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

qiam_amin
Wed, Nov 11 2026 1:13 PM
پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رئیس په مشرۍ په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.

په یاده غونډه، چې د پکتیا دکرنې رییس مولوی سید امین هاشمي په مشرۍ ترسره شوه، پکې د کلیوبیارغونی او پراختیا رياست، اقتصاد ریاست استازو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست آمرينو او د افغانستان لپاره د هالند کمیټه، د اکشن اید، د اړیکو دفتر، صلح جوړونکې، دحاصل دفتراو د پروژو مسؤلينو  ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د پکتیا د کرنې رییسی ښاغلی هاشمي د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي هاشمي زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي. او دهمکارو مسیساتو دمسولینو څخه یی په کلکه وکړه تر څو دکرنې د سکتور په بیلا بیلو په برخه کې خپل همکاری زیاتی کړی او د پروژو جلبولو لپاره د خپلو دونرانوسره تفاهم تر څو دکرنی په سکتور کې د بزګرانواو مالدارانو شته ستونځی حل او دکرنې په پرختیا کې زمو‌ږ سره همکاری وکړی.

ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل د پروژو د تیرودوه میاشتنی کړنی يې د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.

د یادوني وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS