پکتیا کې د څارویو کلینیکونو او مالدارۍ فعالیتونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۲۲
پکتیا کې د څارویو کلینیکونو او مالدارۍ فعالیتونو څخه څارنه وشوه

۲۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت په مرکز ګردیزکې یو شمېر حیواني کلینیکونه، د لبنیاتو پلورنځۍ او د مالدارۍ فعالیتونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو له نسخې پرته د درملو پلورلو څخه ډډه وکړي، ددې ترڅنګ د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو د جوازونو څارل شامل دي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده، ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د پلور مخه ونیول شي، مالدارانو ته نسخې ورکولو،  په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوی وشي.
د یادولو وړ ده، چې ددې څارنې په ترڅ کې له یادو کلینیکونو څخه ۲۱ قلمه تاریخ تېر درمل هم راټول شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت