پکتیا کې د غنمو ۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۲:۲۳
544

۱۷ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دپکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترکیې جمهوریت د همغږۍ او همکارۍ ادارې (ټیکا) په همکارۍ ددې ولایت په مرکزګردیز،احمدابا، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې ۲۰ بزګرانو ته د غنمو ننداریزې کروندې جوړوي.
د پکتیا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو ننداریزو کروندو د جوړولو په پار پر یادو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي وویل،چې ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره او ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوي دي.
د دغو ننداریز کروندو د جوړولو موخه د کتار په بڼه د غنمو د کرکیلي ترویجول، د بزګرانو ترمنځ د میکانیزه کرکیلي دودول او په ټوله کې عصري کرکیلي سره د بزګرانو بلدتیا ښودل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت