پکتیا کې د جلغوزیو ځنګلونو د پراختیا په پار هلې ځلې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۰:۳۴
پکتیا کې د جلغوزیو ځنګلونو د پراختیا په پار هلې ځلې

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د جلغوزیو ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار د یاد ولایت د مرزکې ولسوالی کې د جلغوزیو ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار پروژه پلي شوې ده.
د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په ترڅ کې د یادې ولسوالی په نیازبیک سیمه کې په نږدې ۲۰ هکټاره ځمکه کې د جلغوزیو تخم په نېغه په ۲۴۰۰ زره کندو کې کرل شوي دي.
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر قاري عبدالباقي مهاجر وویل، چې ددی پروژې په پلي کولو سره ځایې خلکو ته د کارزمینه برابره شوې وه، چې چارې یې د ۶۱ نفرو  ته په ۱۵ ورځو په موده کې بشپړ شوي دي. 
ددې پروژې د پلي کولو موخه د پکتیا ولایت د جلغوزیو ځنګلونو بیارغول او پراختیا، خلکو ته کارموندنه او په ټوله کې ددې ولایت زرغونتیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت