پکتیا: رباط سیمه کې د دولتي ځمکې د غصب مخه ونېول شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۱:۳
پکتیا: رباط سیمه کې د دولتي ځمکې د غصب مخه ونېول شوه


۱۵ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
دپکتيا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو د مرکز ګرديز اړوند د رباط پشتې غونډيو سيمه کې د هغې دولتي ځمکې د غصب مخه ونېوه، کومه چې د‌ سیمه ییزو زورواکو له لخوا يې د جوړونې چارې روانې وې، د يادې سيمې شمال ته د رباط کلی، جنوب ته يې د غزني عمومي سړک، ختيځ ته يې د سرح دارې خوړ او لويديځ ته يې لويه ژور سيمه پراته ده.
ياده کميټه کومه دکرنې ریاست په مشرۍ د امیرالمؤمنین د هغه حکم د‌ تطبيق په موخه جوړه شوې چې له مخې يې بايد په ټول هېواد کې د امارتي ځمکو مخه ونېول شي.
د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه د پکتیا په مرکز ګرديز کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۰:۲۸
Background image

کندز کې په ۱۲۰ مالدارانو نغدې پيسې وويشل شوې


۲۷ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د کندز ولايت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ رياست
د (DCA) دفتر په همکارۍ، د وړيو او کشمېرې څانګو له پاره د څارويو خوراکي توکو او اړينو درملو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

‎د کندز دکرنې رياست: کندز کې د پستې حاصلات ۴۰ سلنه زيات شوي

د کندز ولايت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولايت کي د پستې د حاصلاتو له ۴۰ سلنې زياتوالي خبر ورکوي.
‎د کندز دکرنې رياست د چارواکو په خبره سږکال د پستې له ٢١٠٠٠ هکټار ځنګلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۶:۳۵
Background image

د حيواني روغتيا رياست کې د ميکروبي مقاومت د پوهاوی ورکشاپ دائره شوه


۲۶ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حيواني روغتيا لوی رياست، د نړيوال روغتيايي ادارې او کابل پوهنتون په همغږۍ د ميکروبي مقاومت د پوهاوی. . .

بازگشت