په افغانستان کې د ترکیې د سوداګرو د ټولنې له استازي سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۹:۲۰
په افغانستان کې د ترکیې د سوداګرو د ټولنې له استازي سره د کرنې وزیر لیدنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، په افغانستان کې د ترکیې د سوداګرو د ټولنې له استازو چایه بات مست او عمر الدیمر سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د کرنې په وزارت کې جوړه شوې وه، د کرنې په سکتور کې د پانګونې او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
په افغانستان کې د ترکیې د سوداګرو ټولنې استازي د کرنې وزیر ته د نړۍ په ۹۰ هېوادونو کې د دغه ادارې د کرنیزو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کرنې په برخه کې یې له پانګونې خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه. .
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د افغانستان د کرنې په سکتور کې د پانګونې په برخه کې د ترکیې د سوداګرو ټولنې د استازي لېوالتیا وستایله او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې وزارت به ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه د کرنې وزیر د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د زمینې په اړه خبرې وکړې او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د اجارې له لارې د مناسبې او اړتیا وړ ځمکې د برابرولو په برخه کې د کرنې وزارت د چمتووالي په اړه ډاډ ورکړ.

دیدار وزیر زراعت با نماینده‌ی انجمن تجار ترکیه در افغانستان
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با چایه بات مست و عمر الدیرم نماینده‌گان  انجمن تجار ترکیه در افغانستان دیدار و گفتگو کرد.
این دیدار که در وزارت زراعت برگزار شده بود روی سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت و تقویت همکاری‌های دوجانبه در عرصه زراعت و مالداری بحث و گفتگو صورت گرفت .
نماینده‌ی انجمن تجار ترکیه در افغانستان در مورد فعالیت‌های زراعتی نهاد مذکو در ۹۰ کشور جهان به وزیر زراعت معلومات ارائه نموده و با اظهار علاقمندی مبنی بر سرمایه گذاری در سکتور زراعت خواستار همکاری وزارت زراعت در این بخش شدند.
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از علاقمندی نماینده‌ی انجمن تجار ترکیه بر سرمایه گذاری در سکتور زراعت افغانستان استقبال نموده و اطمینان فراهم نمودن سهولت‌های لازم را برای‌شان از سوی وزارت زراعت سپرد.
همچنان وزیر زراعت از فراهم بودن زمینه‌های سرمایه گذاری دربخش‌های مختلف زراعتی و مالداری افغانستان سخن زده و از آماده‌گی وزارت زراعت جهت فراهم نمودن زمین مناسبت و مورد نیاز از طریق اجاره دهی برای سرمایه گذاران داخلی و خارجی اطمنیان داد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

بازگشت