هېواد کې د ملي او نړۍوال کرنیز نندارتون دائرولو لومړنۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۴۸
هېواد کې د ملي او نړۍوال کرنیز نندارتون دائرولو لومړنۍ غونډه دائره شوه

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د نړۍوال نندارتون مرکز د چارواکو ترمنځ د ګډ ملي او نړۍوال تخصصي کرنیز نندارتون د جوړولو په اړه لومړنۍ ناسته ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د څېړنې، ترویج او روزنې سلاکار میرویس خوګیاڼی د کرنیزو نندارتونونو د جوړولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د دغه نندارتون جوړېدل د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې اغېزمن تمامېږي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او نندارتونونو آمر حزب الله عالمي د دغه نندارتون د ترسره کېدو په برخه کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې، هڅه کوي په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره له بهرنیو هېوادونو څخه هم ګډونوالو ته بلنه ورکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن هم د دغه ځانګړي نړۍوال کرنیز نندارتون د جوړېدو هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.هغه ټینګار وکړ چې بهرني هېوادونه په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه دې دغه نندارتون ته ور وبلل شي او دا کار به د کرنې په برخه کې د سوداګریز کمربند د رامنځته کېدو لامل شي.
د افغانستان د نړۍوال نندارتون د مرکز رییس محمد صابر لطيفي وويل، چې دغه نندارتون په هېواد کې د کرنې په برخه کې د پرمختګ، پراختيا او د پانګونې د جلبولو لپاره يو ښه فرصت دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه نندارتون کې به کورني او بهرني شرکتونه ګډون وکړي، چې د کرنيزو محصولاتو د بازار موندنې لپاره ښه فرصت دى.
ټاکل شوې، چې یاد ملي او نړۍوال تخصصي کرنيز نندارتون به نږدې درې میاشتې وروسته د افغانستان د نړۍوال نندارتون مرکز کې په لاره واچول شي.
دغه ملي او نړۍوال تخصصي کرنيز نندارتون، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د نړۍوال نندارتون مرکز او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې له خوا په ګډه جوړېږي، په هېواد کې د کرنې د سکټور د ودې لپاره يو ښه فرصت دی.

نخستین جلسه برگزاری نمایشگاه ملی و بین الملی زراعتی در کشور برگزار شد
۹ حمل ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای ابتدایی میان مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، اتاق زراعت و مالداری و مرکز نمایشگاه بین المللی افغانستان پیرامون برگزاری نمایشگاه ملی و بین‌المللی تخصصی زراعتی مشترک برگزار شد.
میرویس خوگیانی، مشاور تحقیق، ترویج و آموزش وزارت زراعت و مالداری در این جلسه پیرامون اهمیت برگزاری نمایشگاه‌های زراعتی سخن زده و برگزاری این نمایشگاه را در بازاریابی برای  محصولات زراعتی موثر عنوان کرد.
در همین حال حزب‌ الله عالمی، آمر بازاریابی برگزاری  و نمایشگاه‌های زراعتی وزارت زراعت اطمینان همکاری لازم را در برگزاری نمایشگاه سپرده و تاکید کرد که تلاش می‌کنند تا کشورهای بیرونی را نیز برای اشتراک در این نمایشگاه دعوت کنند.
با این حال خان محمد فروتن رييس اتاق زراعت و مالداری افغانستان نیز از برگزاری نمایشگاه بین‌المللی تخصصی زراعتی استقبال کرده و وعده هر گونه همکاری در این زمینه را سپرد.
وی تاکید کرد که در این نمایشگاه باید کشورهای بیرونی به ویژه کشورهای منطقه دعوت شوند و این باعث ایجاد یک کمربند تجاری در عرصه زراعت خواهد شد.
محمد صابر لطیفی، رییس مرکز بین‌المللی نمایشگاه افغانستان گفت که این نمایشگاه یک فرصت خوب برای پیشرفت، انکشاف و جلب سرمایه‌گذاری در عرصه سکتور زراعتی در کشور است.
وی افزود، در این نمایشگاه شرکت‌های داخلی و خارجی اشتراک خواهند کرد که این یک فرصت عالی برای بازاریابی در قسمت محصولاتی زراعتی است.
قرار است نمایشگاه بین‌المللی تخصصی زراعتی حدود سه ماه بعد در مرکز نمایشگاه بین‌المللی افغانستان برگزار شود.
نمایشگاه ملی و بین‌المللی تخصصی زراعتی که به گونه مشترک از سوی وزارت زراعت و مالداری، مرکز نمایشگاه بین‌المللی افغانستان و اتاق‌ زراعت و مالداری افغانستان برگزار می‌شود، فرصت مناسبی برای پیشرفت سکتور زراعتی در کشور است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۲:۱۲
Background image

سروبي کې پر یوشمېر کروندګرو کرنیز توکي ووېشل شوه

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د روپاني بنسټ په همکارۍ ددې ولایت د سروبي ولسوالی پر ۸۵۸ کروندګرو د کورنیو باغچو اړونده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې د کب روزنې د ترویج په پار هڅې؛ د کانال شرکت د کبانو تود بازار 

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
ننګرهار کې د کب روزنې چارې او فارمونه د ودې په حال کې دي او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۱:۳۰
Background image

د خوست د مرکزي بڼ د اوبو ستونزه هواره شوه

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکزي بڼ د خوړوبولو د ستونزې هوارولو په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې یاد بڼ. . .

بازگشت