هلمند کې ۱۲۰ کب روزونکو ته د روزنې وسایل او چوزه ووېشل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۵۰
هلمند کې ۱۲۰ کب روزونکو ته د روزنې وسایل او چوزه ووېشل شوه

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لارې، د ځنځیري ارزښت مؤسسې په مالي همکارۍ، د لښکرګاه په شمول د لسو ولسوالیو ۱۲۰ تنو کب روزونکو ته د کبانو چوزه (بچیان) او اړین وسایل ووېشل شول.
دغه فارم لرونکي، چې په لښکرګاه، مارجې، نادعلي، ګرشک، باباجي، نوزاد، نهرسراج، موسی قلعه، ناوې او کجکي ولسوالیو کې د کبانو د روزنې فارمونه لري، هر یو ته ۱۰۰ دانې د کبانو چوزه، ۴ بوجۍ خوراکي مواد، د اوبو د تیزابیت معلومولو آله (پی‌اچ متر) او د اوبو د حرارت درجې معلومولو آله (ترمامیتر) په وړیا ډول ورکړل شول. دا وسایل د کرنې ریاست د کارکونکو د لارښوونو سره سم په فارمونو کې د ګټې اخیستنې لپاره وېشل شوي دي.
یاد ریاست په دې وروستیو کې په بېلابېلو برخو کې د کب روزنې فارمونو د ودې او پراختیا په پار، د فارم لرونکو سره مرستې کړې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت