هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۴:۵۹
هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول

١۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند ، د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت لخوا د دې ولایت د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو لسګونه بزګران وروزل شول. 
یادو بزګرو ته د غنمو د ښه تخم انتخابولو، د هرزه وښو پاکولو، د مناسبې اندازې اوبو ورکولو او د ځمکې اماده کولو په اړه لازمې لارې چارې ور وښودل شوې.
ددې ترڅنګ نوموړو بزګرو ته توصیه وشوه هغه تخمونه چې کرلو ته چمتو وي باید په ځانګړیو درملو ملوث کړل، شي ترڅو کروندې یې د نباتي ناروغیو څخه خوندي ووسي.
همدارنګه هغه نباتي ناروغۍ چې کروندو کې پیداکېږي باید د کرنې له مسلکي اشخاصو څخه مشوره واخیستل شي او بیا یې په مخنیوی کې اقدام ترسره شي .
وروستیو کې د اصلاح شویو تخمونو د ارزښت او اهمیت په اړه بزګرو ته عامه پوهاوی ورکړل، او یادونه وشوه چې اصلاح شوي تخمونه د کمو اوبو او نباتي ناروغیو سره مقاومت لري، لس سلنه په حاصلاتو کې زیاتوالی راولي او پر وخت یې حاصلات پخېدو ته رسېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت