هلمند کې پر یوشمېر بڼوالو د تورو سرو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۶:۱۳
۲۲ چنګاښ ۱۳۹۸ د هلمند ولایت پر ۴۲۴ بڼوالو چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا ورته د مېوو ۸۸۴.۵ جریبه نوي بڼونه جوړشوي دي د دوی د بڼونو د نیالګیو د ښې ودې په پار ۱۸ ټنه توره سره «DAP» وېشل کیږي. د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې لړۍ کې د هلمند د مرکز لښکرګاه او ددې ولایت د ناوې، نادعلي، نهرسراج او ګرم سېر ولسوالیو پر هغو بڼوالو توره سره وېشل کیږي، چې د کرنې وزارت له خوا دوی ته د مېوو ۸۸۴.۵ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي. ښاغلي الکو وایي چې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا د تېر مني او سږ پسرلي موسم کې په دې ولایت کې ۸۸۴.۵ جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړ شوي دي، چې د دغو بڼونو د ښې ودې په پار پر اړوندو بڼوالو توره سره وېشل کيږي. دغه سرې پر هغو بڼوالو وېشل کیږي چې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا ورته د مېوو بڼونه جوړ شوي دي. د یادونې وړ ده چې، په دې ولایت کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدراۍ ملي برنامې ترچتر لاندې بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند بېلابېل روزنې هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت