هلمند کې لسګونو بې وزله، یتیمو او کونډو کورنیو سره مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۰:۱۵
هلمند کې لسګونو بې وزله، یتیمو او کونډو کورنیو سره مرسته وشوه

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنيزو چارو  آمريت د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (داکار) مؤسسې په مالي همکار،  پر ١٤ بېوزلو او بې سرپرستو، کونډو مېرمنو او یتیمانو دشیدو وزې او د خیاطۍ یو شمېر اړین توکي وېشل شوي دي.
د یادې پروسې  په تعقیب همدغو ١٤ کورنیو  ته، ٥٠کیلوګرامه حیواني خوراکه او ٢٥ کیلو ګرامه جواري هم ووېشل شول. 
دغه راز د یوې بلې پروسې له لارې. هلمند په مرکز لښکرګاه کې د همدې مؤسسې په مالي همکارۍ ٣٢ تنو مستحقو بزګرانو ته چې مخکې ورته کوچني څاروي وېشل شوې وه، د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
په ياده توزيع کى هر بزګر ته  ٢٥ کيلوګرامه جواري او  ٥٠ کيلو ګرامه د غنمو بوسه ورکړل شوي دي.
د نوموړو کورنیو د تثبیت، انتخاب او توزیع چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول ترسره شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت