هلمند کې د چرګانو روزنې لسګونو فارم لرونکو سره مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۱:۲۹
هلمند کې د چرګانو روزنې لسګونو فارم لرونکو سره مرسته وشوه

۱۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، په داسې حال کې چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت هم شتون درلود، ددې ولایت ٢٣٠ تنو د چرګانو فارم لرونکو سره د چرګان خوراکي توکو مرسته وشوه.
ددغو مرستو په وېش غونډه کې د هلمند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر وویل: «ددې لپاره چې هلمند کې د چرګانو فارم لرونکي په خپلو پښو ودریږي، د دوی د ملاتړ او حمایت ووشي، تر دې وړاندې نوموړیو فارم لرونکو ته د چرګانو د ښې روزنې،  د ناروغیو مخنیوي او درملنې، د محصولاتو راټولولو او بازار ته د وړاندې کولو او د کیفیت او کمیت له پلوه د چرګانو فارمونو د روزلو په اړه زده کړې هم ورکړل شوي دي، چې اوسمهال د هر فارم مسؤل ته څلور بوجۍ د چرګانو خوراکه هم ووېشل شوه.» 
دغه مرسته د «ډي اې آی» په مالي مرسته پر دغو فارم لرونکو وېشل شوي دي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي چې په دې ولایت کې خصوصي سکټور ته وده او پراختیا ورکړي، ترڅو د کورنيو محصولاتو صادرات مو پیاوړي او د بې کیفیته وارداتو کچه ټیټه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت