هلمند کې د څارویو سرشمېرنه پېلېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۳:۱۷
هلمند کې د څارویو سرشمېرنه پېلېږي

 ا لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالې ادارې په همکارۍ د هېواد په کچه د څارویو ملي سرشمېرنه پیل کړی دی، چې په دې ترڅ کې د هلمند په ولایت کې ۶۳ تنه د څارویو روغتیا پالانو او وټرنر ډاکټرانو ته د څارویو د سرشمېرنې په پآر درې ورځنۍ رونیز پروګرام پای ته ورسېد،
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په همدې موخه دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه او ١٨ ولسوالیو څخه نږدې ٦٣ تنو د څارویو روغتیا پالانو او وترنر ډاکترانو ته د یادې سر شمېرنې د چارو تر سره کولو په پار په کندهار ولایت کې درې ورځنی ورکشاپ په لاره اچول شوې وه، چې یاد ورکشاپ نن پای ته ورسېد .
دغه سر شمېرنه به د یادو کسانو پر مټ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون په ١٨ ولسوالیو کې ترسره شي، چې وروسته به یې پایلې د کرنې، اوبولګولو او مالدارئ وزارت  مقام ته وړاندې شي.
دهمدې سرشمېرنې د ارقامو  له مخې به راتلونکي کې د هلمند ځایي مالدارانو ته د اړتیا وړ خدمات ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت