هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۳۰
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۸۸مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې تخنیکي پلاوي په ګڼو موضوعاتو او دوسیو باندې بحث او خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې د کجکي بند په سیمه کې د استملاک شویو ځمکو د ٥٠٠ کورنیو پر موضوع بحث او خبرې وشوې او په اړه یې راتلونکي غونډې ته د اړتیا وړ معلوماتو د چمتو کولو او وړاندې کولو سپارښتنې وشوې.
 د غونډې په ترڅ کې دغه راز له مرکز څخه د اړونده موضوعاتو د څېړلو لارښود ګډونوالو ته تشریح شو تر څو وروستۍ کړنې د یاد لارښود مطابق عیار کړل شي.
 ددې ترڅنګ تخنیکي پلاوی د کاریز په سیمه کې د ٥٣٦ جریبه ځمکې موضوع باندې بحث وکړ چې شخصي اشخاص یې د ملکیت دعوی کوي په دې برخه کې د لا زیاتو څېړنو او ارزونو پریکړه وشوه.
وروستیو کې تخنیکي پلاوی  دتېر په څېر د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم  واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت