هلمند کې د لړمانو روزنې بل ستر فارم جوړ شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۹:۲۱
هلمند کې د لړمانو روزنې بل ستر فارم جوړ شو


۱۶لېندۍ ۱۳۹۸
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د لړمانو روزنې بل ستر فارم چې د ۶۰ زره لړمانو او ۱۰۰ کربوړو د روزنې وړتیا لري، پرانیستل شوه.
دغه فارم چې د خصوصي سکټور له خوا جوړه شوې ده، د هملند د کرنې ریاست له خوا ور سره په بېلابېلو برخو کې هر اړخیزې مرستې او همکارۍ کیږي. دغه فارم د ۶۰ زره لړمانو د روزنې وړتیا لري او په دې فارم کې اووه ډوله لړمان روزل کیږي. ددې ترڅنګ په دې فارم کې به کربوړې هم وروزل شي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست دیاد فارم د پرمختیا په پار د فارم شته ستونزې او غوښتنې راټولې او په فني توګه یې دوی ته لازمې لارښوونې کړي دي.

د فارم چارواکي وايي، چې دا فارم ددې ولایت څخه د لړمانو د قاچاق د مخنیوي په موخه جوړه شوې ده.

له لړمانو څخه تر لاسه کېدونکي زهر یو شمېربهرنیو هېوادونو ته صادریږي.

د لړمانو خوراکه چنجي دي او هر لړم درې میاشتو کې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي، چې د یو کیلو زهرو بیه نږدې یو میلیونه ډالرو ته رسیږي.

دا په هلمند کې د لړمانو روزنې دویم ستر فارم دی. تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې د لړمانو روزنې یو فارم جوړ شوی، چې ۱۷ زره لړمان په کې روزل کیږي.

باید وویل شي، چې د لومړي ځل لپاره په هرات کې د لړمانو یو فارم جوړ شو، چې په هېواد کې د لړمانو د ساتلو او زهرو د تولید لومړنی فارم دی. د هرات د لړمانو په فارم کې له دوه زرو زیات لړمان ساتل کېږي، او له دغو لړمانو څخه تر لاسه کېدونکي زهر یو شمير بهرنیو هيوادونو ته صادرېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

بازگشت