هلمند کې د لبنیاتو پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۳:۳۸
هلمند کې د لبنیاتو پلورنځیو څخه څارنه وشوه

۱۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
 د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو له لوري ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د لبنیاتو له ګڼو پلورنځیو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د یادې څارنې په ترڅ کي د لبني توکو د پېر او پلور د کار میکانیزم پلورونکو ته تشریح شو، همدا راز  یو لړ سپارښتنې ورته وشوې، چې خپلې چاری د ځانګړې کړنلارې له مخې مخته یوسي تر څو د هلمندوالو د ښې روغتیا په برخه کي لازم خدمات وړاندې شي.
نوموړي پلاوي یادو پلورونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو هټیو پاکوالي، د حشراتو مخنیوي په موخه د ځانګړو جالیو کارولو ، حفظ الصحې مراعتول او د لبني موادو کیفیت ساتلو په موخه د یخچال کارونې په برخه کي به ځانګړې پاملرنه کوي.
باید وویل شي، چې د څارنې او ارزونې دغه لړۍ به په دوامداره توګه  ادامه ولري ترڅو هلمندوالو ته باکیفیته لبني توکي وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت