هلمند کې د لبنیاتو پلورنځیو څخه څارنه وشوه
۱۶ تله ۱۴۰۳ه.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو له لوري ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د لبنیاتو له ګڼو پلورنځیو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د یادې څارنې په ترڅ کي د لبني توکو د پېر او پلور د کار میکانیزم پلورونکو ته تشریح شو، همدا راز یو لړ سپارښتنې ورته وشوې، چې خپلې چاری د ځانګړې کړنلارې له مخې مخته یوسي تر څو د هلمندوالو د ښې روغتیا په برخه کي لازم خدمات وړاندې شي.
نوموړي پلاوي یادو پلورونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو هټیو پاکوالي، د حشراتو مخنیوي په موخه د ځانګړو جالیو کارولو ، حفظ الصحې مراعتول او د لبني موادو کیفیت ساتلو په موخه د یخچال کارونې په برخه کي به ځانګړې پاملرنه کوي.
باید وویل شي، چې د څارنې او ارزونې دغه لړۍ به په دوامداره توګه ادامه ولري ترڅو هلمندوالو ته باکیفیته لبني توکي وړاندې شي.