هلمند کې د حیواني او کرنیزو درملو د کیفیت او قدرتي ځنګلونو د ساتنې په موخه څارنې ترسره شوې
۲۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو او حیواني درملو د کیفیت ډاډمنتیا او د قدرتي سرچینو د ساتنې په موخه د دغه ولایت په ګرشک او باباجي ولسوالیو کې بېلابېلې نظارتي او ارزونیزې چارې ترسره کړې دي.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ګرشک ولسوالی د کرنې مدیریت کارکوونکو په دغه ولسوالی کې د حیواني درملتونونو او کرنیزو درملو د پلورنځیو څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د یادې څارنې موخه د حیواني او کرنیزو درملو د کیفیت، د درملتونونو د فعالیتونو او د درملو د ساتنې د څرنګوالي ارزونه وه.
د څارنې پر مهال د درملتونونو مسوولینو ته سپارښتنه وشوه، چې د درملو د کیفیت او ساتنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي، له تاریختېرو درملو څخه ډډه وکړي او خپل فعالیتونه د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې ترسره کړي.
په ورته مهال، د یاد ریاست د قدرتي سرچینو آمریت کارکوونکو د باباجي ولسوالی په اړوندو سیمو کې د قدرتي ځنګلونو او څړځایونو د وضعیت د ارزونې په موخه نظارتي لیدنه ترسره کړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې د باباجي ولسوالی د پیرسبز او حاجي درویزه خان له قدرتي ځنګلونو څخه لیدنه وشوه او د ځنګلونو او نورو طبیعي سرچینو وضعیت وڅارل شو.
همدارنګه، د سیمې له ځایي مجاهدینو او اوسېدونکو سره د قدرتي ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او د غیرقانوني پرېکولو او تخریب د مخنیوي په اړه خبرې وشوې، چې هغوی په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دې ترڅنګ، د باباجي ولسوالی د کرنې مدیریت له نوي دفتر څخه هم لیدنه وشوه او د هغه د وضعیت ارزونه ترسره شوه.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو او حیواني درملو د کیفیت د کنټرول، د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل، د قدرتي ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او د قدرتي سرچینو د دوامدارې استفادې په موخه خپلې څارنیزې چارې پرلهپسې ترسره کوي. دغه ریاست هڅه کوي، چې د دوامدارې څارنې، د اړوندو اصولو د پلي کېدو او د سیمهییزو خلکو د همکارۍ له لارې د کرنې او مالدارۍ د ودې ترڅنګ، د هېواد طبیعي شتمنۍ هم خوندي وساتي.
