هلمند کې د جوارو ننداریزو کروندو څخه لیدنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۱:۳۸
دهلمند ولایت کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت مرکز لښکرګاه، نهرسراج، نادعلي او ناوې ولسوالیو ٤٨ بزګرو ته د جوارو ننداریزو کروندو جوړولو په پار مرستې وېشل شوې وې.

۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت مرکز لښکرګاه، نهرسراج، نادعلي او ناوې ولسوالیو ٤٨ بزګرو ته د جوارو ننداریزو کروندو جوړولو په پار مرستې وېشل شوې وې.
ددغو مرستو په ترکیب کې د جوارو اصلاح شوي تخم چې د لوړو حاصلاتو ورکولو وړتیا لري، تر څنګ یې توره او سپینه کیمیاوي سره او د مځکي د جوړولو او تخم کرلو په موخه ۱۰۰۰زر - ۱۰۰۰زر افغانۍ هر في نفر ته نقدې شاملې وې، د یوه ګډ پلاوي په حضور کې پر مستحقو بزګرانو وېشل شوي دي.
نوموړي تخم  یادو بزګرو په خپلو مځکو کي ددې ادارې د کارمندانو د لارښوونې مطابق د کتار په بڼه کرلي، چې دامهال یې کروندې په ښه حالت کې قرار لري.
له یادو کروندو څخه د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند کارکوونکي وخت پر وخت لیدنې کوي او بزګرانو ته یې د ښې روزنې او پالنې په برخه کې سپارښتنې کوي.
دیادونې وړ ده، چې دغه مرستې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیايي لګښت چمتو شو دي تر څو د بزګرو په کرنیز اقتصاد کې نوښت او بهبود رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت