هلمند کې دڅارویود پوستکي، طاعون او چیچک ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۳:۳۷
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز په ګډون په ۱۲ ولسوالیو کې د څارویو دپوستکي، طاعون او چیچک ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.

۱۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز په ګډون په ۱۲ ولسوالیو کې د څارویو دپوستکي، طاعون او چیچک ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
دغه پروسه چې د «اف،اې،او»  په مالي همکارۍ ترسره کېږی، چې په ترڅ کې به یې زرګونه ډوزه واکسین پر څارویو پلي شي.
تر دې مهاله په دې ولایت کې  سلګونه غواګاني واکسین شوي دي، چې د یاد ولایت دمالدارۍ آمر لخوا یې وخت په وخت  نظارت ترسره کېږي.
د لمپي سکین ناروغي د غواګانو او ګاو مېښو یوه ویروسي ناروغي ده، چې د حشراتو د چیچلو له لارې خپریږي، یاده ناروغي له انسانانو د بوټانو، جامو، اړینو وسایلو او سامانونو له لارې خپرېږي.
د نوموړې ناروغۍ له امله حیوانات ډنګرېږي، وزن له لاسه ورکوي او د څارویو پوستکي تخریبېږي، ددې تر څنګ په وخیمو حالاتو کی غولانځې پړسېږي چی له دی سره د شېدو تولید کمېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت