هلمند کې دڅارویود پوستکي، طاعون او چیچک ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو
۱۶ تله ۱۴۰۳ه.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز په ګډون په ۱۲ ولسوالیو کې د څارویو دپوستکي، طاعون او چیچک ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
دغه پروسه چې د «اف،اې،او» په مالي همکارۍ ترسره کېږی، چې په ترڅ کې به یې زرګونه ډوزه واکسین پر څارویو پلي شي.
تر دې مهاله په دې ولایت کې سلګونه غواګاني واکسین شوي دي، چې د یاد ولایت دمالدارۍ آمر لخوا یې وخت په وخت نظارت ترسره کېږي.
د لمپي سکین ناروغي د غواګانو او ګاو مېښو یوه ویروسي ناروغي ده، چې د حشراتو د چیچلو له لارې خپریږي، یاده ناروغي له انسانانو د بوټانو، جامو، اړینو وسایلو او سامانونو له لارې خپرېږي.
د نوموړې ناروغۍ له امله حیوانات ډنګرېږي، وزن له لاسه ورکوي او د څارویو پوستکي تخریبېږي، ددې تر څنګ په وخیمو حالاتو کی غولانځې پړسېږي چی له دی سره د شېدو تولید کمېږي.