هلمند کي د اصلاح شویو تخمونو  د دوو خصوصي شرکتونو د پاکولو او پروسس له چارو څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۷
هلمند کي د اصلاح شویو تخمونو  د دوو خصوصي شرکتونو د پاکولو او پروسس له چارو څارنه وشوه

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سوېل لویدیځ زون د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکولو آمریت کارکوونکو لخ خوا د غنمو د تخمونو پاکولو او پروسس له چارو لیدنه او ارزونه وشوه.
ددغې څارنې په لړ کې د حبیب هلمند  او بست د اصلاح شویو تخمونو د شرکتونو د غنمو د پاک کارۍ له پروسې څخه نظارت ترسره شوه.
د یادې پروسې له لارې به سږکال بست شرکت  ١٦٢.٩ متریک ټنه بنیادي او ١٦٦٣.٥ ټنه تصدیقي اصلاح شوي دغنمو تخم او همدارنګه د حبیب هلمند داصلاح شویو تخمونو خصوصي شرکت له خوا به ٢٤٥.٣ متریک ټنه تخم په لاس راشي. 
دغه غنم به د لابراتوار په ذریعه وارزول شي، چې د تجزیې څخه وروسته به یې د یوه سالم تخم په توګه د رد او یا تائید په برخه کې لازم تصمیم ونیول شي.
دمثبتو پایلو له ترلاسه کولو وروسته به صحیح او سالمو تخمونو ته تصدیق ورکړل شي او غیر سالم تخمونه ردېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت