هلمند ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۵:۴۲
هلمند ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

۱ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې، هلمند ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي محمد نبي «حماس» او سیمه ییزو چارواکو سره یې وکتل.
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال د سفر موخه د بزګرانو د اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول، د عوایدو د سرچینو زیاتوالی، د عشر او زکات راټولولو په برخه کې همغږي رامنځته کول، له غصب څخه د راستنو شویو ځمکو اجاره ورکول، د مخابراتي انتنونوتثبیت او له بزګرانو سره لیدنه کاته دي.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان آخند په دې لیدنه کې وویل: «زموږ اصلي موخه د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پلي کول دي، ترڅو د بزګرانو اضافي غنم وپېرل او زېرمه شي او په بېړنیو او کړکېچنو حالاتو کې ترې ګټه پورته شي او یا به د غنمو او وړو د بیې د لوړېدو په صورت کې د نرخونو د کنټرول لپاره بازار ته وړاندي شي، چې نرخونه کنټرول شي، او دا غنم به د بازار له نرخ سره سم اخیستل کېږي.»
په همدې حال کې د هلمند مرستیال والي مولوي محمد نبي «حماس» وويل: «د کرنې وزارت دا اقدام ښه دى، موږ يې ملاتړ کوو او اړوندې ادارې يې د عملي کولو لپاره مکلفې ګڼو.»
دغه راز د کرنې وزارت د ستراتیژیکوزېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار له کروندګرو څخه د اضافي غنمو د اخیستلو طرزالعمل تشریح کړ او ویې ویل:«په هلمند ولايت کې پنځه زره او ٥٠ مټريک ټنه اضافي غنم شته، له پېرودلو يې موخه دا ده، چې کروندګر کوکنار ونه کري، سوداګر يې احتکار نه کړي او د کروندګرو لپاره اغېزمن تمام شي. دغه غنم په مستقیم ډول له بزګرانو، د عشر او زکات راټول شوي غنم، دکرنیزو کوپراټیفونو، کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونو او ازاد بازار څخه پېرل کېږي، غنم په هغه صورت کې پېرل کېږي، چې د زېرمه کولو شرایط پوره کړي، خو د لېږد رالېږد او زېرمه کولو ټول لګښتونه یې دکرنې وزارت پر غاړه ده.»
سږ کال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له بزګرانو څخه ٣٨زره او ٨٠٠ مټریک ټنه اضافي غنم پېرلي او په سیلو یا ګودامونو کې یې زېرمه کوی، چې له دې ډلې څخه ۵۵۰۰ مټریک ټنه د هلمند ولایت د بزګرانو اضافي غنم دي.

سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند
۱ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سلسله سفر به ولایت مختلف کشور به ولایت هلمند سفر نموده با مولوی محمد نبی «حماس» معاون والی و مقامات محلی آن ولایت دیدار کرد.
هدف از سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت، خریداری و ذخیره‌سازی گندم مازاد دهاقین، ازدیاد منابع عایداتی، انسجام عشر و زکات، اجاره‌دهی زمین‌های استرداد شده از غصب‌، تثبیت آنتن‌های مخابراتی و دیدار با دهاقین عنوان شده است.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری در این دیدار گفت:« هدف اصلی ما تطبیق حکم  عالیقدر امیرالمومنین  حفظه الله است تا گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره سازی تا در حالات اضطراری و بحرانی از آن استفاده گردد و یا در صورت بلند رفتن قیمت گندم و آرد دوباره به بازار عرضه تا قیمت‌ها کنترول شود، و این گندم مطابق قیمت بازار خریداری می‌گردد.»
در همین حال مولوی محمد نبی حماس معاون والی ولایت هلمند گفت:« اقدام وزارت زراعت نیک است، ما از آن حمایت می‌نماییم، و بخش‌های مربوطه را مکلف به تطبیق آن می‌داریم.»
همچنان مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت با بیان طرزالعمل خریداری گندم مازاد دهاقین گفت:« در ولایت هلمند پنج‌هزار و ۵۰ متریک تن گندم مازاد وجود دارد، هدف از خریداری این است تا دهاقین کوکنار کشت نکنند، تاجران احتکار نکنند و موثر برای دهاقین باشد، این گندم مستقیم از دهاقین، گندم جمع آوری شده عشر و زکات، کوپراتیف‌های زراعتی، شرکت‌های تولید تخم بذری و بازار آزاد خریداری می‌شود در صورتیکه گندم شرایط ذخیره‌سازی را داشته باشد، اما تمام مصارف انتقال و ذخیره‌سازی به دوش وزارت زراعت است.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، امسال ۳۸ هزار و ۸۰۰ متریک تن گندم مازاد دهاقین را خریداری و در سیلوها یا گدام‌ها ذخیره‌سازی می‌نماید از این میان، پنج‌هزار و ۵۰ متریک تن آن گندم مازاد دهاقین ولایت هلمند است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت