هلمند ته دکرنې وزارت دکرنېزې میکانیزې رییس سفر 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۹:۳۳
هلمند ته دکرنې وزارت دکرنېزې میکانیزې رییس سفر 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې رییس او ورسره مل پلاوي هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نظرمحمدصدیقي سره وکتل. 
دکرنې وزارت د کرنیزې میکانیزې رییس هلمند ولایت ته دخپل سفر موخه په دې ولایت کې دکرنیزو وسایلو ارزونه، د نوې او عصري ماشینرۍ په برخه کې د اړتیاو تشخیص او په دې برخه کې د ادارې د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل وبلل. 
په دې لیدنه کې دهلمند دکرنې رییس د کرنې وزارت دکرنیزې میکانیزې رییس ته په یاده برخه کې د شته امکاناتو په اړه معلومات ورکړل، هغه همدارنګه په دې ولایت کې د بزګرو او بڼوالو لپاره د نویو او عصري ماشین الاتو د برابرولو غوښتنه وکړه، ددې ترڅنګ یې د هغو ماشینریو چې دا مهال د هلمند ولایت د کرنې ریاست په واک کې دي د ښې او موثرې ګټې اخیستنې ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې دکرنې وزارت د کرنیزې میکانیزې رییس ژمنه وکړه، چې هلمند ولایت ته به په دې برخه کې خپله پاملرنه لا زیاته کړي ترڅو بزګر د دودیزې کرکیلې پرځای نوې او پرمختللې کرنې ته ور وګرځي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت